افغانستانخبرونه

پاکستان کې مېشت افغان محصلین: د ویزو نه تمدید ستونزو سره مخ کړي يو

کابل ټيلیګراف – ۲۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

په پاکستان کې د کډوالو د جبري ویستنې د څپې له پيله تر اوسه هلته مېشت د افغان کډوالو بېلابېل قشرونه له ستونزو سره مخ دي چې يوه ډله يې هم دلته په تحصيلي ویزو او بورسیو باندې تللي افغان محصلين دي.

هلته مېشت افغان محصلین وايي چې د پاکستاني حکومت له لوري د ويزو ژر نه تمدید د دې سبب شوی چې يا په افغانستان کې پاتې شي او زده کړې یې نیمګړې شي او يا هم هلته د مېشتېدو پرمهال د پوليسو له ناوړه چلند سره مخ شي.

محصلین وايي چې اوسمهال په شاوخوا درې/څلور میاشتو کې د دوی ویزې تمدیدېږي چې يا يې زده کړې پاتې وي او يا هم د پوليسو له ناوړه چلند سره مخ کېږي.

په اسلام اباد او د پاکستان په نورو بېلابېلو ښارونو کې مېشت افغان محصلین په کابل کې د طالبانو له حکومت غواړي چې د پاکستان له بهرنيو چارو وزارت سره دې د محصلینو د ويزو د ستونزې حل برخه کې خبرې وکړي.