خبرونهنړۍ

پر غزه د اسرائيلي ځواکونو بمبار: د الجزیرې دوه خبریالان ووژل شول

کابل ټيلیګراف – ۲۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د عربي ژبې نړیوالې پياوړې رسنۍ اعلان کړی چې د دوی دوه خبریالان انس الشریف او محمد قریقع پر غزه باندې د اسرائیلي ځواکونو د بمباريو پرمهال وژل شوي دي.

الجزیره وايي، دا پېښه پرون د یکشنبې په ورځ ماښام مهال هغه مهال رامنځته شوه چې د غزې ښار د الشفاء روغتون ترڅنګ د خبریالانو يوه خېمه د اسرائيلي ځواکونو له لوري په نښه شوه.

د الجزیرې خبریال هاني الشاعر ویلي چې په دې بمبارۍ کې دوه نور خبریالان (عکس اخیستونکي ابراهیم ظاهر او محمد نوفل) هم وژل شوي دي.

خبریال زیاته کړه چې یوې اسراییلي بې پیلوټه الوتکې د الشفا روغتون ته څېرمه د خبریالانو خیمه په نښه کړه.

په غزه کې د شفا میډیکل کمپلکس مشر محمد ابو سلامیه الجزیرې ته وویل چې د خبریالانو د خیمې په نښه کولو په نتیجه کې اووه کسان شهیدان شوي دي.