
کابل ټيلیګراف – ۲۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د کورنيو چارو د سرپرست وزیر او د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني کشر ورور انس حقاني وايي هغه مهال چې له امریکا سره د مذاکراتي ټيم غړی ټاکل شوی و، په زندان کې له يو بل چا خبر شوی و.
دی وايي، هېڅ داسې تصور یې نه و کړی چې دی به د مذاکراتي ټيم غړی وي او یا به له امریکایانو سره د سولې خبرې ترسره شي.
انس حقاني دا څرګندونې د طالب پلوه رسنۍ (حريت راډيو) سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي. نوموړی په دغه مرکه کې څرګندوي چې د طالبانو د تېر نظام د ړنګېدو پرمهال چې په ۲۰۰۱ کال کې امریکايي ځواکونو د ژور په نوم د دوی د پلار پر مرکز بمبار کولو، ډېر کوچنی و.
دی وايي، کله چې را لوی شو او د طالبانو پر ضد وسله واله مبارزه يې پیل کړه او بیا ونيول شو، په زندان کې د يو بل کس له خولې خبر شو چې طالبانو له امریکا سره خبرې اترې روانې کړي او دا د مذاکراتي ټيم غړی دی.