
کابل ټيلیګراف – ۲۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
په کندهار کې د طالبانو د کرنې رياست چارواکي وايي روان کال په دغه ولایت کې د انځرو په حاصلاتو کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
دغه اداره وايي چې سږکال د دغه ولايت د ۱۵زره هکټاره باغونو څخه ۱۳۵زره ټنه د انځرو حاصلات راټول شوي دي.
په کندهار کې د انځرو د حاصلاتو د زیاتوالي خبره داسې مهال کېږي، چې وړاندې په دغه ولایت کې د انګورو بڼوالو شکایت کړی و، چې که څه هم حاصلات یې ښه دي؛ خو بازار یې سوړ دی او نورو هېوادونو ته د صادراتو اسانتیاوې هم نهدي برابرې.