
کابل ټیلیګراف – ۲۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د هندي رسنیو د را پورونو له مخې؛ د هندوستان تیز توپ اچوونکي یش دیال باندې د یوې نجلۍ د زورونې له امله په لیګ کې په لوبېدو پندیز ولګید.
د دغه بندیز له امله به هغه د یو پي (اترپردیش) ټي ټوئنټي لیګ د درېیم پړاو چې د ګور کهپور لاینز سره یې تړون کړی و، برخه ونه اوسي.
د هندي رسنیو په وینا، دا لیګ د اګست له ۱۷مې نېټې څخه پلان شوی دی
دا بندیز د اترپردیش کرکټ ټولنې لخوا په یاد لوبغاړي لګول شوی دی.
د یادونې وړده، چې یش دیال سږ کال د آی پي ایل ګټونکي رائل چیلنجرز بنګلور ټیم برخه و.
د هغه پر ضد د یوې ښځې د تورونو وروسته قضیه ثبت شوې ده، او په جې پور کې هم هغه ورته یوه قضیه لري.