
کابل ټیلیګراف – ۲۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان د تکواندو فدراسیون وايي چې افغان ملي لوبډله د تکواندو په نړۍوالو ازادو سیالیو کې د ګډون په موخه قزاقستان ته ولاړه.
د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، د هېواد د تکواندو ملي لوبډله چې ۱۳ لوبغاړي او ۲ روزونکي پهکې شامل دي، د تکواندو نړۍوالو ازادو سیالیو کې د ګډون په موخه قزاقستان وخوځېده.
سرچینې ویلي چې په دغو سیالیو کې افغان تکواندوکاران د تنکیو ځوانانو او لویانو په دوو کټګوریو کې ګډون کوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یادو سیالیو کې د تنکیو ځوانانو په کټګورۍ کې فرودس بهاوي، تمیمالرحمان رحماني، محمد متین امیني، حکمالدین اکید، باسط صوفيزاده او سدیس سکندر شامل دي.
دغه راز، د لویانو په کټګورۍ کې احسام رحیمي، ازادبیک نوروزي، محسن رضایي، حمکت الله زین، بیژن صدرزاده، امید سهاک، محمداشرف شکران او علي اکبر امیري شامل دي.
سرچینې لیکلي، د لویانو سیالۍ به د روانې اګسټ میاشتې په ۱۴مه او د تنکیو ځوانانو لوبې به په همدې میاشتې په ۱۵مه نېټه وشي.