
کابل ټیلیګراف – ۲۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د آسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز وایي، د روان کال په سپټمبر کې به د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې فلسطین د رسمي دولت په توګه ومني، خو په فلسطیني دولت کې به د حماس لپاره هیڅ راتلونکی نه وي.
انتوني البانیز وویل، د غزې وضعیت د نړۍ له بدترینو حالاتو هاخوا تللی دی او اسرائیلو د نړیوال قانون خلاف ورزي ته دوام ورکړی.
بلخوا، نیوزیلنډ هم د فلسطین د دولت په توګه د منلو په اړه غور پیل کړی دی.
د کیوي بهرنیو چارو وزیر ونسن پیټرز وویل چې د فلسطین د منلو پرېکړه به د نیوزیلنډ کابینه په سپټمبر کې وکړي.
د یادونې وړده، چې تر اوسه د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړو هېوادونو له ډلې ۱۴۷ یې فلسطین په رسمیت پېژندلی دی.
بریتانیا د فلسطین د دولت په توګه د منلو لپاره مشروط چمتووالی ښودلی، په داسې حال کې چې فرانسه، کاناډا او مالټا هم فلسطین د دولت په توګه د منلو اعلان کړی دی.
بلخوا، د غزې په جګړه کې د اسرائیلي ظلمونو له امله جرمني اسرائیل ته د وسلو خرڅلاو بند کړی دی.