خبرونهځانګړي برخهنړۍ

غزه کې د جګړې پرمهال تر اوسه ۲۳۷ خبریالان وژل شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د نشر شويو شمېرو له مخې، په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو حماس وسله والې ډلې د نښتې له پيله تر اوسه پورې۲۳۷ خبریالان وژل شوي دي.

تر ټولو وروستۍ پېښه پرون د غزې د الشفاء روغتون ترڅنګ د خبریالانو په يوه خېمه باندې د اسرائیلي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې د برید وه چې د څلورو خبریالانو په ګډون په کې ۷ کسان ووژل شول.

په وژل شويو خبریالانو کې د الجزیرې خبري شبکې خبریال ۲۸کلن انس شریف سره بل خبریال محمد قریقه، ابراهیم ظاهر او محمد نوفل دوه انځور اخیستونکي شامل دي.

تر دغې پېښې وړاندې هم په ځلونو په غزه کې د اسرائيلي ځواکونو د مخامخ بریدونو، هوايي بمباريو کې په قصدي او غیر قصدي ډول لسګونه خبریالان وژل شوي دي.