افغانستانخبرونه

بادغېس کې یو ماشوم څاه ته د لوېدو له امله مړ شوی دی

کابل ټیلیګراف – ۲۱ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

بادغېس کې د طالبانو سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز قلعه‌نو ښار په لومړۍ ناحیه کې یو اته کلن ماشوم د فاضلابو یوې څاه ته لوېدلی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.  

باغېس کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیق‌الله صدیقي وايي چې دغه پېښه پرون مازدیګر د قلعه‌نو ښار اړوند په «جرخشک» سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، دغه هلک لوبې کولې چې ناڅاپي د خپل ګاونډي د فاضلابو په یوې څاه کې لوېدلی او ژوند یې بایللی دی.

د یادولو ده چې کورنیو چارو وزارت دوه کاله مخکې د دغه ډول پېښو د مخنیوي په موخه په یوه اعلامیه کې له کورنیو د خپلو څاګانو د سرونو پټولو غوښته کړې وه.