د محمد شاه حبيبي درې کلن نا معلوم وضعیت؛ هغه چې په الظواهري برید کې تورن دی

کابل ټیلیګراف – ۲۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا د فدراسي پوليسو ادارې (اف.بي.اي) پرون د اګسټ په ۱۰مه اعلان وکړ، هر څوک چې د افغان الاصله امریکايي وګړي محمود شاه حبیبي په اړه چې له درېیو کلونو راهېسې ورک دی، معلومات شریک کړي، پنځه ميليون ډالر جایزه به ورکړي.
په دغه اعلان کې د حبيبي په اړه د (ورک شوي) کلیمه کارول شوې او يادونه په کې شوې چې حبيبي د طالبانو د استخباراتو له لوري د ۲۰۲۲ کال په اګسټ کې نيول شوی او تر اوسه نادرکه دی.

د دغې اطلاعیې د معلوماتو له مخې، د طالبانو استخباراتو د حبیبي ترڅنګ د هغې ادارې چې حبیبي په کې کار کولو ۲۹ نور کار کوونکي يې هم طالبانو نيولي وو خو هغوی ټول ازاد شوي دي. دا اداره (د اسیا مشورتي ډله) نومېده او د مخابراتي ټیکنالوجۍ برخه کې یې کار کولو.
د طالبانو د استخباراتو له لوري په تېرو څلورو کلونو کې چې پر افغانستان واکمن شوي، ځينې نور امریکايي وګړي چې افغانستان ته د سیاحت او یا هم مرستو په نوم راغلي وو، نيولي وو، خو د امریکاي او طالبانو د ديپلوماتانو ترمنځ په دوحه او کابل کې تر مذاکراتو وروسته ازاد شوي دي.
د بايډن حکومت د محمودشاه حبیبي کورنۍ ته ډاډ ورکړی و چې هغه به هم ازاد کړي خو دا دا ژمنه تر اوسه لا عملي شوې نه ده. د ۲۰۲۵ کال د مارچ په میاشت کې د زندانیانو په چارو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي آډم بولر، د يو شمېر پخوانيو او اوسنيو ديپلوماتانو په ملتیا کابل ته لاړل او له طالبانو سره تر خبرو اترو وروسته يې يو امریکايي بندي ازاد کړ؛ خو د ټرمپ د حکومت په ډېر ټينګار سره حتی طالبانو د هغوی په زندانونو کې د محمودشاه حبیبي شتون هم رد کړ.
د طالبانو عمومي وياند ذبیح الله مجاهد د جولاي په لومړیيو کې يوه بیانیه ورکړې وه چې په کې يادونه شوې وه چې د محمودشاه حبیبي په نوم کس د دوی په زندانونو کې موجود نه دی.

دغه اعلامیه کې راغلي: ((د افغانستان اسلامي امارت د امریکا د متحده ایالاتو هغه تورونه په کلکه ردوي چې د محمود شاه حبیبي په نوم د یو افغان د نادرکه کېدو تور یې د افغانستان د استخباراتو پر عمومي ریاست لګولي. د اسلامي امارت مربوطه ارګانونو د حبیبي د کورنۍ د عریضې په اساس په ټولو اړوندو ادارو کې پلټنه کړې، خو هیڅ داسې نښه نه ده تر سترګو شوې چې نوموړی دې د اسلامي امارت اړوند کوم ارګان له لوري نیول شوی وي.))
بلخوا د تېرې شنبې په ورځ (د اګسټ په ۹مه) رویټرز خبري اژانس د امریکايي چارواکو او د محمودشاه حبیبي د خپلوانو له قوله راپور ورکړ چې حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګسټ په ۱۰مه د هغو کسانو له لوري ونيول شو چې د طالبانو د استخباراتو لباس يې پر تن وو. د دغه راپور د معلوماتو له مخې، د طالبانو استخباراتو محمودشاه حبیبي په داسې حال کې چې په خپل لانډکروزر موټر کې سپور و، د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې ونيول شو او د استخباراتو ځينو نورو کار کوونکي د هغه دفتر ته ننوتل او د هغه کمپيوټر او شخصي وسايل يې ونيول.
محمودشاه حبیبي چې په تېر جمهوري نظام کې د هوا پېژندنې د ملي ادارې مشر و خو د جمهوري نظام له سقوط وروسته يې د مخابراتي خدمتونو يو شرکت سره کار پيل کړ او په همدغه موده کې يې امریکا ته تګ راتګ درلود. پر نوموړي تور دی چې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د ځای په اړه يې د امریکا سي.اي.ای ادارې ته معلومات ورکړی وو.
په داسې حال کې چې طالبانو د دوی په زندانونو کې د محمود شاه حبیبي موجودیت رد کړی، رویټر خبري اژانس د امریکا حکومت د امنیتي اسنادو پر بنسټ لیکلي: ((د څو شاهدانو په وینا چې اظهارات يې د امریکا دولت سره شته، محمودشاه حبیبي او موټر چلوونکی يې د طالبانو استخباراتو ونیول، سترګې يې پرې پټې کړې او نامعلوم لوري ته يې يوړل.))
حبیبي د امریکا تابعیت درلود او څه وخت يې په کابل کې د امریکا په سفارت کې هم کار کړی دی.
رویټر زیاتوي چې طالبالبانو د ایمن الظواهري له وژلو لس ورځې وروسته محمودشاه حبیبي په وزیر اکبر خان سیمه کې نيولی او هغوی چې له ده سره يوځای زندان کې وو، د هغوی له لوري هم لیدل شوی دی.
رویټرز ويلي د امریکا استخباراتي ادارې (سي.اي.ای) د هغه شرکت چې محمودشاه حبیبي په کې دنده درلوده او د دغه شرکت مشري یې کولی، د هغې له امنیتي کېمرو دا معلومات تر لاسه کړي چې ایمن الظواهري په غه کور کی دی چې وروسته پرې برید شوی او الظواهري په کې وژل شوی دی.
د سرچينې په وينا، له دغو کمرو څخه يوه يې د کابل د ډيپلوماټيکې سيمې په زړه کې د برتانيې او امريکا له سفارتونو څخه په لږ واټن کې په يوه کور کې په نښه شوې، چې امريکايي چارواکي د طالبانو د کورنيو چارو د وزير سراج الدين حقاني اړوند ګڼي او ويل کېږي، چې دغې کمرې سي آی اې ته داسې عکسونه لېږلي چې په هغه ځای کې د الظواهري شتون تاييدوي.
دې تایید د سی آی اې سره مرسته وکړه چې الظواهري د دوه دوزخي توغندیو په مرسته د اګست په 9، 1401 (د جولای 31، 2022) له ډرون څخه وویشتل شو کله چې هغه په بالکوني کې و. د هغه ښځه او کورنۍ له برید څخه ژوندي پاتې شوي.
د بایډن د ادارې چارواکو هغه مهال د الظواهري د وژلو لپاره د دوزخ د توغندیو سره د CIA د بې پیلوټه الوتکې عملیات تایید کړل، مګر د دې ادارې د ځمکنیو عملیاتو جزییات، په شمول د کمرې شتون او د الظواهري په پیژندلو کې د دوی رول، مخکې نه افشا شوي.
محمود شاه حبیبي له دې برید لس ورځې وروسته هغه مهال ونیول شو، چې امریکا ته د ستنېدو لپاره یې خپل شیان راټولول.