
کابل ټيلیګراف – ۲۱ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
په هند کې تر لانجمنو ټاکنو وروسته پرون د دوشنبې په ورځ سیاسي مخالفو ډلو او اپوزیسیون، ټاکنو کې د درغلۍ په تړاو لاریونونه وکړل چې پوليسو د دغو لاريونونو پرمهال د اپوزيسيون د مشر په ګډون ګڼ کسان نيولي دي.
رویټرز خبري اژانس په يو راپور کې ويلي چې د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي هم په نيول شویو کسانو کې دی.
ځينې شنونکي وايي، د اپوزیسیون د تورونو له امله ښایي د هند لومړي وزیر، نریندرا مودي ته زیان ورسیږي، ځکه هغه د خپل ۱۱ کلن واکمنۍ په ترټولو سختو وختونو دی.