
کابل ټيلیګراف – ۲۱ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
په داسې حال کې چې له پاکستان او ایران څخه هره ورځ ډلې ډلې کډوال هېواد ته راستنېږي، د لويو ښارونو او پلازمېنې په ګډون د هېواد اکثریت سيمو کې د کورونو کرایې لوړې شوي خو تازه د طالبانو عدلیې وزارت پرېکړه کړې چې هېڅوک په خپل سر کرایه نه شي لوړولی او که چا له لس سلنې کرایه ډېره لوړه کړه نو قانون چلند سره به مخ شي.
دغه وزارت کې پرون د دوشنبې په ورځ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې ناسته کړې او دا پرېکړه په کې شوې ده.
په دغه ګډه کمېټه کې د طالبانو د عدليې وزارت، کورنیو چارو وزارت، استخبارات، ښاروالۍ او نورې ادارې غړیتوب لري چې پرون يې لومړنۍ ناسته ترسره کړې ده.
د طالبانو عدلیې وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي، کمېټې پرېکړه وکړه چې د استوګنې د کورونو مالکان اجازه نه لري چې د خپلو کورونو کرايه د ۱۴۰۳ کال په پرتله له ۱۰ سلنې څخه زياته کړي او له دې سلنې د زیاتېدو په صورت کې دې سرغړونکي تر قانوني تعقيب لاندې ونیول شي.
دغه راز په اعلامیه کې راغلي: ((کمېټې همدارنګه پرېکړه وکړه چې هغه کرايي قراردادونه چې په سپين کاغذ او يا په خپلهجوړو شویو سټو کې ليکل شوي وي، رسيدګۍ لپاره معتبر نه دي او د ترلاسه کېدو په صورت کې تر قانوني تعقيب لاندې نیول کېږي. هغو کسانو چې په سپين کاغذ يا په خپلهجوړو شویو سټو کې معاملې کړې دي، هغه دې ژر تر ژره د معاملاتو لارښوونې په رسمي سند کې درج کړي.))
د يادولو وړ ده چې دغه کمېټه په ولايتونو کې د اړوندو وزارتونو د ولايتي ادارو (ریاستونو او امنیه) قوماندانيو تر چتر لاندې فعالیت کوي.