خبرونهسیمهنړۍ

د پاکستان پوځ: تېرو څلورو ورځو کې مو ډېورنډ کرښې ته څېرمه ۵۰ وسله وال وژلي

کابل ټيلیګراف – ۲۱ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان پوځ په يو بیان کې ويلي چې په تېرو څلورو ورځو کې يې ډېورنډ کرښې ته څېرمه په قبایلي سيمو کې د چاڼيزو هوايي عملیاتو پرمهال ۵۰ وسله وال وژلي دي.

دا عملیات چې په سيمه کې د ترهګرۍ د مخنيوي او د پاکستاني طالبانو د ځپلو په موخه پيل شوي، د پاکستان پوځ ادعا کوي چې اکثریت وسله وال د افغانستان له خاورې هلته ورځي نو ځکه يې ډېورنډ کرښې ته څېرمه ځايونو کې په نښه کوي.

تر ټولو وروسته پېښه نن د سه شنبه په ورځ په سمبازا سیمه کې رامنځته شوې چې په يو هوايي برید کې درې وسله وال په نښه شوي دي.

تر اوسه د پاکستاني طالبانو او هلته مېشتو د بلوچ بېلتون غوښتونکو وسله والو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.