خبرونهنړۍ

د امریکا په هوايي ډګر کې یوه الوتکه له بلې الوتکې سره جنګیدلې

کابل ټيلیګراف – ۲۱ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا په یوه هوايي ډګر کې یوه کوچنۍ الوتکه له بلې الوتکې سره جنګېدلې.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د الوتکو د ټکر پېښه د امریکا د مونټانا ایالت په کیلیسپیل ښار هوايي ډګر کې رامنځته شوه، چې په پایله کې یې اور هم لګیدلی.

د رسنیو د راپورونو په وینا، په کوچنۍ الوتکه کې ۴ کسان سپاره وو، چې د غرمې پر ۲ بجو یې په هوايي ډګر کې د کښېناستو پلان درلود.
د فدرالي هوايي چلند ادارې (FAA) په وینا، لومړنیو څېړنو ښودلې چې دا پېښه د کوچنۍ الوتکې د توازن د خرابېدو له امله رامنځته شوې، او په ورته وخت کې څو نورې الوتکې هم د اور په لمبو کې راګیرې شوې.
د ادارې په وینا، په خوشبختۍ سره په دې پېښه کې هیچا ته د سر زیان ندی اوښتی، خو الوتکې د سوزیدو له امله زیانمنې شوي.