
کابل ټيلیګراف – ۲۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د جنوبي افریقا توپ وهونکي بریوس په ۴۱ بالونو سلیزه پوره او په ۵۶ بالونو یې ۱۲۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د سه شنبې په ورځ سویلي افریقا د سیریز په دویمه شل اوریزه نړیواله لوبه کې د ډیولډ بریوس د چټکې سلیزې په مرسته کوربه آسټرالیا ته د ۵۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
سویلي افریقا د آسټرالیا په بلنه لومړی بیټنګ وکړ او په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې یې د ۷ ویکټو په زیان ۲۱۸ رنز جوړ کړل.
د افریقا لخوا ۲۲ کلن ځوان توپ وهونکي بریوس په ۴۱ بالونو سنچري بشپړه کړه او په ۵۶ بالونو یې ۱۲۵ ناسوځېدلې رنز جوړ کړل.
د دې چټکې اننګز سره بریوس نوی تاریخ جوړ کړ او د سویلي افریقا لپاره په ټي ټوئنټي نړیوالو سیالیو کې د تر ټولو زیاتو انفرادي رنزونو جوړولو ریکارډ یې خپل کړ.
له دې وړاندې دا ریکارډ د ډوپلیسي په نوم وو چې په ۲۰۱۵ کال کې د ویسټ انډیز پر وړاندې په ټي ټوئنټي کې ۱۱۹ رنز جوړ کړي وو.
۲۲ کلن بریوس په ټي ټوئنټي نړیوالو سیالیو کې سنچري جوړوونکی تر ټولو کم عمر سویلي افریقایي بیټر هم شو.
له دې وړاندې ریچارډ لیوي په ۲۰۱۲ کال کې د نیوزیلینډ پر وړاندې په ۲۴ کلنۍ کې سنچري جوړه کړې وه.