خبرونهسیمهنړۍ

باجوړ کې د پاکستاني پوځ عملیات؛ یوه مور، لور او زوی ووژل شول

کابل ټيلیګراف – ۲۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د خیبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې د وسله والو د ځپلو په نوم د پښتنو د نسل وژنې لپاره د پاکستاني پوځيانو د روانو عملیاتو پرمهال تېره شپه د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.

د خبیب احمد باجوړي په نوم يو ځايي ځوان پر خپله فیسبوک پاڼه تېره شپه ولیکل چې مور او کشر ورور یې چې غالباً د لسو کلونو دی، د پاکستان پوځ په عملیاتو کې ووژل شول. هغه تر دغه پوسټ درې ساعت وروسته بیا ولیکل: ((خور کئ می ورپسی ھم شھیدہ شوہ.))

هلته د روانو عملیاتو له امله شاوخوا ۲۰زره ځایي اوسېدونکي کډوالۍ ته اړ شوي او هره ورځ سلګونه خلک د جګړو او ړندو مرميو له ډاره کډه کېږي.