افغانستانخبرونه

طالبانو په پکتیا کې یو کس په دُرو وواهه

کابل ټیلیګراف – ۲۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

ستره محکمه وایي، د پکتيا ولايت وزه ځدراڼ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د قتل په تور؛ په  تعزیري سزا ورکړل شوه.

سرچېنې د معلوماتو له مخې، ابتدائیه محکمې ياد متهم پر يو کال تنفيذي بند او ۳۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې دغه پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائید وروسته تطبيق شوه.

د یادونې ده چې طالبانو د نړۍوالو له غبرګونو سره سره د تعزیري سزاګانو ورکولو ته دوام ورکړی دی.