خبرونهنړۍ

د روسیې په بریدونو کې ۲۶ اوکرایني وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټيلیګراف – ۲۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

په اوکراین د روسیې هېواد له لورې د تیرو ۲۴ ساعتونو د بریدونو پر مهال ۸ ملکي وګړي وژل شوي او اتلس نور ټپيان دي.

د را پورونو له مخې؛ د دغه بریدونو په پایله کې په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي.

د اوکراین هوايي ځواک ادعا کړې چې روسيې لخوا ۴۵ بېلابېل بې پیلوټه الوتکې او ایس ۴۰۰ توغندي پر دوی کارول شوي دي.

دوی وایي، له یاد شمېر څخه  د اوکراین د ځمکني هوايي دفاعي واحدونو ۲۴ بې پیلوټه الوتکې وویشتلې.