خبرونهنړۍ

اشغال شوی فلسطین کې اسرائیل نږدې ۳ نیم زره کورونه جوړوي

کابل ټيلیګراف – ۲۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د اسرائیل د مالیې وزیر د ختیځ بیت المقدس د لوېدیځې غاړې څخه د جلا کولو شپنۍ پرېکړه تصویب کړې، چې له مخې به یې د دغه وزارت له لورې هلته ۳۴۰۱ کورونه جوړ شي.

د یاد وزارت مطبوعاتي  د دفتر په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، دا اقدام به د فلسطیني دولت د جوړیدو فکر دفن کړي. 

د بهرنیو رسنیو په وینا، دا روښانه نه ده چې ایا نتانیاهو د دې پلان د بیا پیل ملاتړ کړی دی که نه. 

په ۲۰۱۲ کال کې د متحدینو او نړیوالو قدرتونو د اعتراضونو له امله اسرائیلو یاد پلان ځنډولی و.