
کابل ټيلیګراف – ۲۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د خیبرپښتونخوا په پېښور او نورو سیمو کې په نظامي پوستو د بریدونو په ترڅ کې د پاکستاني پولیسو ۵ افسران وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
د ډان نیوز د خبر له مخې؛ د پېښور په شاوخوا سیمه متنی کې د ناصر باغ پولیس پوستې او حسن خېل تاڼې باندې د شپې ناوخته وسله والو برید کړی، چې د متنی ادیزي او ناصر باغ سخي پل پوستو بریدونه په شا تمول شوي.
دغه رسنۍ زیاتوي، د یادو بریدونو پر مهال د حسن خېل په تاڼه کې د پولیسو او وسله والو ترمنځ نښته وشوه، چې په کې یو پولیس افسر وژل شوی او یو بل ټپي شوی.
دغه راز په لوېر دیر کې وسله والو د میدان په سیمه کې د پولیسو پر دوو بېلابېلو پوستو لاجبوک او شداس بریدونه وکړل، چې په پایله کې یو پولیس افسر وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
په دیر بالا کې ترهګرو د کوېک رسپانس فورس (QRF) پر موټر هم برید وکړ، چې په پایله کې یې ۳ پولیس افسران وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.