
کابل ټيلیګراف – ۲۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ د بینګاه، توحید اباد او منګل اباد په سیمو کې د دوو قومونو ترمنځ نښته شوې.
د کابل ټیلیګراف یوې سرچینې وویل: د دغه نښتو پر مهال د دواړو لورو ترمنځ ډزې شوي، چې په پایله کې اته تنه ټپیان شوي، خو څلور یې ښکاره او څلور ټپیان پټ کړای شوي دي.
یادې سرچینې زیاته کړه، جګړه د کونړ او پکتیاوالو قومونو ترمنځ شوې ده.
سرچینې وایي چې په سیمه کې قومي شخړې مخ په زیاتېدو دي او ځینې امنیتي مسوولین د یوې ډلې ملاتړ کوي.
د موضوع د څېړلو او د وضعیت د کنټرول لپاره د کابل او ولایت په کچه له طالبانو سره شریکه او د ژر اقدام غوښتنه شوې ده.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه ندي ویلي.