
کابل ټیلیګراف – ۲۴زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د خیبرپښتونخوا وزیراعلیٰ علي امین ګنډاپور وایي، دغه چورلکې د باجوړ زیانمنو کسانو ته مرسته لیږدوله، چې د خرابې هوا له امله غورځېدلې او په کې د د دوه پیلوټانو په ګډون ۵ تنه وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، دغه چورلکه ایم ای ۱۷ ډوله وه، چې د تېره شپې سیلابونو له امله زیانمنو کورنیو ته د مرستې لیږدولو په موخه یې الوتنه کړې وه.
هغه وایي، د یادو سیلابونو له امله هم د باجوړ په سالارزي تحصیل سیمه کې ۲۱ کسان مړه شوي او اوه تنه اوس هم لادرکه دي.
دغه راز د دغه سیلابونو له امله لویې لارې، پلونه او نور فرعي سړکونه هم تخریب شوي دي.