افغانستانخبرونه

لغمان کې د اوبو ډوبېدو پېښه کې درې تنه مړه شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۴زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې درې تنه په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي، چې دوه یې پیدا او یو یې تر اوسه لادرکه دی.

د کابل ټیلیګراف سرچینه وایي، ۴ کسان له کابل څخه د لغمان قرغیو ولسوالۍ د سرخکانو اړوند عبدالرحیمزو سیمه کې د لامبو لپاره تللي و، چې یو تن لامبو نده کړې، خو درې نور اوبو د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړي و.

دغه سرچینې زیاته کړه، له یادو درې تنو څخه یې د سیمې خلکو دوه تنه له اوبو څخه راویستلي، خو د یو تن جسد تر اوسه لادرکه دی.

تر اوسه سیمه ییزو مسؤلینو په دې اړه څه ندي ویلي.