افغانستانخبرونه

طالبانو ننګرهار کې دوه کسان د جعل او تذویر په تور نیولي

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې یې د جعل او تذویر په تور دوه کسان نیولي دي.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې د دې قوماندانۍ اړوند له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت منسوبینو دوه کسان د جعل او تذویر په تور ونیول.

خبرپاڼه کې راغلي:‌ «له نیول شوو کسانو ۳۵ دانې جعلي مهرونه (ټاپې) او یو شمېر جعلي اسناد ترلاسه شوي دي. لومړنیو څېړنو ښودلې چې یادو کسانو د اسنادو او مهرونو په جعل کې مستقیم لاس درلود.»

سرچینه دغه راز کاږي چې نیول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

امنیې قوماندانۍ لیکلي چې یاد کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.