افغانستانخبرونه

طالبانو د ودانیزو توکو یوه بې‌کیفیته جوپه بېرته ایران ته ګرځولې

کابل ټيلیګراف – ۲۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو سټنډرډ ملي ادارې پر اېکس لیکلي د ودانیزو توکو ۵۲ ټنه جوپه چې کیفیت یې ښه نه و بېرته ایران ته لېږدلې ده.

دغه جوپه د فراه د میل بندر له لارې بېرته ایران ته استول شوې ده.

دغې ادارې لیکلي د واردېدونکو توکو د کیفیت تثبیت یې له لومړنیو کارونو دی څو د افغانستان بازار ته ښه کیفیت لرونکي توکي وارد شي.