خبرونهنړۍ

خیبرپښتونخوا کې د سیلابونو له امله د مړو شمېر ۳۲۱ تنو ته ورسېد

کابل ټیلیګراف ۲۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

په خیبرپختونخوا کې د تېرو ۴۸ ساعتونو په ترڅ کې د باران، سېلاب، د غرونو ښوېدنې او تندر غورځېدو پېښو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۲۱ تنو ته ورسید.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې په مړو شویو کسانو کې ۲۷۹ نارینه، ۱۵ ښځې او ۱۳ ماشومان شامل دي. 

دوی زیاتوي، په بونیر کې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۸۴ دی، په داسې حال کې چې ۲۳ کسان ټپیان شوي دي. په ټپیانو کې ۱۷ نارینه، ۴ ښځې او ۲ ماشومان شامل دي. 

د یاد هېواد رسنۍ وایي، په ټولیزه توګه په خیبرپښتونخوا کې ۷۴ کورونو ته زیان اوښتی دی، چې ۶۳ کورونه جزوي او ۱۱ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. 

د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې د بارانونو اوسنۍ لړۍ به د اګست تر ۲۱مې نېټې پورې په وقفو وقفو دوام وکړي.