
کابل ټیلیګراف ۲۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مېرمنې میلانیا ټرمپ د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د اوکراین او روسيې د ماشومانو د ناوړه وضعیت په اړه لیک لیږلی.
د نړیوالو رسنیو د را پورونو له مخې؛ میلانیا ټرمپ دا لیک په شخصي توګه د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته لیږلی دی.
د بهرنیو رسنیو په وینا، په دې لیک کې په اوکراین کې د جګړې له امله د ماشومانو د تښتونې یادونه شوې ده، خو چارواکو د دې لیک د نورو جزیاتو په اړه څه ندي ویلي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د روسيې له خوا د اوکرایني ماشومانو نیول د اوکراین لپاره یو خورا حساسه موضوع ده.
د یادونې وړده، چې اوکراین د خپل هېواد زرګونه ماشومانو تښتونه یا د کورنۍ له رضایت پرته روسيې یا د روسيې تر کنټرول لاندې سیمو ته وړل د جګړې جرم بللی دی.