افغانستانخبرونه

طالبان: ۱۲ سوه کسانو ته مو د مصؤنیت کارتونه ورکړي

کابل ټیلیګراف ۲۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وایي، د پخواني حکومت چارواکو په ګډون تر اوسه ۱۲ سوه افغان شخصیتونه هېواد ته را ستانه شوي، چې ورته د مصؤنیت کارتونه ورکړل شوي دي.

د دغه کمېسیون ویاند احمدالله وثیق وایي، هغه کسان چې ورته د دوی لخوا د خوندیتوب کارتونه ورکړل شوي، هیڅوک نشي کولی، چې ورته سیاسي ستونزې جوړې کړې.

خو د طالبانو په وړاندیز هېواد ته راستانه شوي پخواني چارواکي او شخصیتونه د طالبانو په یادې وعدې څو ځله نیوکې کړي او ویلي، چې وخت په وخت د دغه ډلې لخوا زورل کیږي.

یو شمېر پخواني شخصیتونه هېواد ته له راستنېدو وروسته بېرته ګاونډیو او یا هم نورو هېوادون ته ستانه شوي دي.