افغانستانخبرونه

په هېواد کې د ۱۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید چارې رواني دي

کابل ټیلیګراف ۲۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو تر واک لاندې د اوبو او برېښنا وزارت ادعا کړې، چې دا مهاله په ټول هېواد کې د ۱۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید چارې جریان لري.

د دغه وزارت ویاند مطیع الله عابد وایي، د لمریزې برېښنا د تولید دغه ۶ سترې پروژې د هېواد په ۵ ولایتونو کې پیل شوي، چې د ننګرهار حصار شاهي کې ۴۰ میګاواټه لمریزې برښنا، د همدې ولایت د شيخ مصري سیمه کې ۴۰ میګاواټه لمریزې برښنا، د لوګر د محمدآغې ولسوالي کې ۴۰ میګاواټه لمریزې برښنا، د بلخ ولایت د ده‌دادي سیمه کې ۴۰ میګاواټه لمریزې برښنا، هرات کې ۵میګاواټه او لغمان کې ۱۰ میګاواټه لمریزې برښنا پروژې د تطبیق په حال کې دي.

د اوبو او برښنا وزارت مسوولان وايي، په پام کې لري په راتلونکو پنځو کلونو کې افغانستان کې له ۷۰ تر ۸۰ پورې د تجدید وړ برښنا پروژې پلي کړي چې د تولید ظرفیت به یې له  ۲۵۰۰ میګاواټو څخه زیات وي.