افغانستانخبرونه

قطر ۳ زره نور افغان کاریګرو ته د کار فرصت اعلان کړ

کابل ټیلیګراف ۲۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې  قطر هېواد ته د مسلکي افغان کارګرو د لېږلو په دوام، دغه هېواد د افغان کارګرو لپاره په ۲۳ بېلابېلو برخو کې ۳ زره نوي کاري فرصتونه برابر کړي دي.

د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دې نوو کاري فرصتونو لپاره د نوم‌لیکنې بهیر به د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ (۲۷ اسد) د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې پیل شي.

تر دې وړاندې هم د قطر هېواد د افغان کاریګرو لپاره په بېلا بېلو برخو کې ۲ زره افغان کاریګرو ته کاري فرصتونه اعلان کړی و.