سرچینې: پاکستان د طالبانو د دوو مخالفو ډلو غونډې جوړوي

کابل ټیلیګراف ۲۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
سرچينې وايي، پاکستان وروسته له هغې چې په دغه هېواد کې ترهګريزې پېښې ډېرې شوې، قهرېدلی او د طالبانو پر ضد د دوی د مخالفو دوو ډلو غونډې په اسلام اباد کې جوړوي.
د سرچینو په وینا، دغه ډله مخالفین يو د طالبانو مخالف مدني ټولنو استازي او بله ډله هم د طالبانو مخالف پخواني سیاسي او جهادي مشران دي.
يوې سرچینې کابل ټیلیګراف ته وويل: (( پاکستان د دې اقدام له لارې غواړي طالبانو ته ښکاره پیغام ورکړي چې اسلاماباد هم د لوبې ګڼې پاڼې په لاس کې لري. د امریکا او پاکستان د اړیکو د نږدې کېدو سره، اسلاماباد د کابل د طالبانو د رژیم پر وړاندې ورځ تر بلې توند او تهاجمي دریځ خپلوي.))
په پاکستان کې د ترهګرۍ زیاتوالی
په دې وروستيو کې په پاکستان کې د ترهګریزو پېښو کچه لوړه شوې او پاکستان ادعا کوي چې د ډېورنډ کرښې له لارې وسله وال مخالفین له افغانستان څخه دغه هېواد ته ورځي او هلته ورانکارې کړنې ترسره کوي.
د پاکستان حکومت وايي چې د پاکستاني طالبانو تحریک وسله وال چې په خیبر پښتونخوا کې فعال دي او د بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله والو ډله چې په بلوچستان ایالت کې فعال دي، افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې سیمو کې روزنیز او د اوسېدو مرکزونه لري.
د پاکستان پوځ د خپلې دغې ادعا د ثبوت لپاره تېره اوونۍ ډېورنډ کرښې ته څېرمه په قبایلي سيمو کې د چاڼيزو هوايي عملیاتو پرمهال د پنځوسو هغو وسله والو د وژلو ادعا وکړه چې د دوی په وینا، له ډیورنډ کرښې ور اوښتي وو.
دا عملیات چې په سيمه کې د ترهګرۍ د مخنيوي او د پاکستاني طالبانو د ځپلو په موخه پيل شوي، د پاکستان پوځ ادعا کوي چې اکثریت وسله وال د افغانستان له خاورې هلته ورځي نو ځکه يې ډېورنډ کرښې ته څېرمه ځايونو کې په نښه کوي.
تر ټولو وروسته پېښه د تېرې اوونۍ د سه شنبې په ورځ په سمبازا سیمه کې رامنځته شوې چې په يو هوايي برید کې درې وسله وال په نښه شوي دي.
پر دې سربېره پاکستان وتوانېد چې د دغه هېواد د پوځ د لوی درستيز مارشال عاصم منیر په هلو ځلو چې دوه وارې امریکا ته لاړ، د بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله واله ډله د امریکا له لوري د بهرنيو ترهګریزو ډلو په لېست کې شامله کړي.
وروسته له هغې چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز مارشال عاصم منیر امریکا ته سفر وکړ او هلته يې له پوځي او سیاسي چارواکو سره ولیدل، په يو تازه اقدام کې د امریکا د پوځ له لوري د پاکستاني حکومت ضد وسله واله ډله (د بلوچستان ازادي غوښتونکی پوځ) د بهرنيو ترهګريزو ډلو په لېست کې شامل کړه.
دا څو ورځې وړاندې هم د پاکستان د بهرني چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ادعا وکړه چې لا هم د ډیورنډ له کرښې هغې غاړې ته وسله وال ورځي او په پاکستان کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي.
دغو ټولو مسایلو ته پام تمه کېږي چې پاکستان پلان لري چې د طالبانو د حکومت د مخالفینو په را ټولولو سره پر دغې ډلې فشار راوړي او خپلې غوښتنې پرې ومني.
د طالبان غبرګون
که څه طالبانو تر اوسه په پاکستان کې د دوی د خالفینو د غونډو جوړېدو او يا هم د افغانستان له خاورې پاکستان ته د وسله والو د ورتګ په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی خو په ځلونو يې ويلي چې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د ګاونډيو هېوادونو پر ضد فعالیت ترسره کړي.
د طالبانو د حکومت عمومي وياند ذبیح الله مجاهد په ځلونو له رسنيو سره په مرکو کې او د پاکستان د دا ډول ادعاو په غبرګون کې ويلي چې حکومت يې هېچاته او هېڅ وسله والې ډلې ته د فعالیت او د بل هېواد پر ضد د افغان خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي.
د دوحې په تړون کې هم دا خبره ذکر شوې چې طالبان په په خپله خاوره کې وسله والو ډلو ته اجازه نه ورکوي خو د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې د امریکايي بې پيلوټه الوتکې په برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدو په ډاګه کړه چې لا هم طالبان له وسله والو او ترهګریزو ډلو سره اړیکې لري او په خپل هېواد کې ځای ورکوي.