افغانستانخبرونه

طالبانو پوهنتونونو ته په درېشۍ کې پر تګ بندیز ولګاوه

کابل ټیلیګراف ۲۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په هېواد کې ټولو پوهنتونونو ته امر کړی چې تر دې وروسته هېڅ محصل، استاد او اداري کار کوونکي ته اجازه ورنکړي چې په درېشۍ کې ورشي.

د دغه وزارت اړوند د امربالمعروف د قانون د پلي کولو کمېټې دا پرېکړه کړې او ټولو پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ته يې رسمي مکتوب لېږلی دی،

دغه راز په دغه مکتوب کې د کمېټې د پرېکړې پر بنسټ محصلینو او استادانو ته جدي سپارښتنه شوې چې ږېره پرېږدي او خولۍ په سر کړي او په دغه چاره باندې د لوړو زده کړو وزارت او پوهنتونونو اداري کار کوونکي هم مکلف شوي دي.

تر دې وړاندې هم د هېواد په ټولو دولتي ادارو کې دولتي مامورين مکلف شوي چې بايد د رسمي کار پرمهال ږيره پرېږدي او خولۍ په سر کړي.