ځانګړي برخه

د زمري ۲۴مه او ۲۸مه د افغانستان تاریخي ورځې

کابل ټیلیګراف ۲۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

عطاءالله خوږیاڼی ـ د اګست ۱۵مه (د زمري ۲۴مه) او د اګست ۱۸مه (د زمري ۲۸مه) د افغانستان په تاریخ کې دوې مهمې نېټې دي.

د اګست ۱۵مه د ۲۰۲۱ کال د طالبانو د بیا واکمنۍ پیل او د جمهوریت د سقوط ورځ ده، په داسې حال کې چې اګست ۱۸مه د ۱۹۱۹ کال د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده چې له بریتانیا څخه د ازادۍ نښه ده.

د زمري ۲۴مه د طالبانو د بیا واکمنۍ او د جمهوري نظام د سقوط نښه ده. په دغه ورځ طالبانو کابل ونیوه، پخوانی ولسمشر اشرف غني له هېواده ووت، او نړیوال ځواکونه هم له دې هېواد ووتل، له همدې امله طالبان دا ورځ د “فتحې او خپلواکۍ” په توګه نمانځي، خو ډېری افغانان یې د “تورې ورځې” په نوم یادوي، ځکه چې د جمهوریت شل کلنې لاسته راوړنې له منځه ولاړې.

دغه راز د اګست ۱۸مه یا د زمري ۲۸مه دا د افغانستان د ملي خپلواکۍ ورځ ده، کله چې شاه امان الله خان له بریتانیا څخه د هېواد خپلواکي ترلاسه کړه. دا ورځ د افغانانو لپاره د ملي ویاړ او یووالي نښه ده، دا هر ورځ هر کال افغانان په هېواد او له هېواده بهر نمانځني.

د افغانستان په تاریخ کې دغه دواړه ورځې مهم اهمیت لري، د لاسته راوړنو، ننګونو او ستونزو څخه هم دغه ورځې خالي نه دي، د اګست په ۱۵مه د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته افغانستان کې لویې جګړې پای وموند، له دغه هېواده بهرني ځواکونه ووتل، که څه هم نړیواله مشروعیت نلري، خو طالبانو یو سرپرست حکومت رامنځته کړ.

خو له دغه ورځې وروسته په افغانستان کې د بشري حقونو نقض چې په کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار بندیزونه، د بیان ازادي محدودول، او د رسنیو سانسور د طالبانو تر ټولو لویې نیمګړتیاوې دي، همدا راز اقتصادي کړکیچ رامنځته کېدل، چې په کې د بهرنیو مرستو بندېدل، بې‌کاري، او په کې د فقر له امله د خلکو ژوند سختېدل له نورو نیمګړتیاوو څه دي.

د طالبانو بیا واکمني له امله که څه طالبان وایي، تعاملات لري، خو له روسیې پرته بل هیڅ هېواد دغه ډله په رسمیت نه پېژندل د نړیوالې انزوا یوه بله ستره نیمګړیتا ده، دغه راز له ګاونډیو او لوېدیځو هېوادونو څخه د افغانانو جبري اخراج د بشري ناورین بل لامل دی.

خو د اګست اتلسمه باندې د شاه امان الله خان په مشرۍ د بریتانوي استعمار پای او د معاصر افغانستان بنسټ کېښودل شو او دغه هېواد خپله خپلواکي اعلان کړه، دغه ورځ  ملي وحدت د پیل ورځ هم بلل کیږي، ځکه دا ورځ د افغانانو لپاره د ملي ویاړ او هویت سمبول دی، چې د هېواد د ازادۍ او خودمختاري نښه کوي، همدا راز له همدې ورځې په افغانستان کې اساسي اصلاحات هم پیل شول، غازي امان الله خان د تعلیم، قانون، او ټولنیزو اصلاحاتو لپاره هڅې وکړې، چې د هېواد پرمختګ ته یې لاره هواره کړه.

خو له دې ټولو لاسته راوړنو سره، سره، د امان الله خان اصلاحاتو د محافظه‌کارو ډلو له مقاومت سره مخ شول، چې د هغه د واکمنۍ د سقوط لامل شو او دا چاره د سیاسي ناکامۍ له امله رامنخته شوه.

نو په ټوله کې د اګست ۱۵مه د طالبانو لپاره د “بریا” ورځ ده، خو د ډېرو افغانانو لپاره د شاتګ او ازادۍ د له لاسه ورکولو نښه ده. برعکس، اګست ۱۸مه د ټولو افغانانو لپاره د ملي ویاړ او خپلواکۍ سمبول دی، چې د یووالي او پرمختګ روحیه ورکوي.

د اګست ۱۵مې نیمګړتیاوې (لکه د بشري حقونو نقض او اقتصادي ستونزې) د اګست ۱۸مې د لاسته راوړنو (لکه ملي خپلواکي او وحدت) په پرتله خورا دروند دي.

د طالبانو له خوا د اګست ۱۵مې نمانځل د ملي هویت کمزوری کولو هڅه ده، خو د اګست ۱۸مه د افغانانو په زړونو کې تلپاتې ده.