
کابل ټیلیګراف ۲۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په پاکستان کې د وروستيو ورښتونو او سیلابونو له امله زیانمنو شويو کورنيو سره خپله غمرازي شریکه کړه.
د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي: ((د بهرنيو چارو وزرات د دې غمیزې له امله د قربانیانو له کورنيو، ټول ولس او حکومت سره خپله خواخوږي ښيي او د الله تعالی له درباره څخه د ټولو قربانیانو لپاره د رحمت، د ټپيانو لپاره د عاجلې بشپړې روغتیا او د پاتې شويو کورنيو لپاره د صبر او تسلیت غوښتنه کوي.))
دغه راز د هېواد مخکیني ولسمشر حامد کرزي هم پر خپله فیسبوک پاڼه باندې دې په اړه خواشيني او غمرازي شریکه کړې ده.
د پاکستان په خیبر پښتونخوا، پنجاب، ګلګت بلتستان او آزاد کشمير سیمو کې وروستيو ورښتونو له امله خونړي سیلابونه راوتلي چې خلکو ته د مالي زیاتونو اړولو سربېره يې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.