خبرونهنړۍ

بونیر کې د واده کورنۍ اړوند ۲۱ تنه سیلابونو وژلي

کابل ټیلیګراف ۲۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د خیبرپښتونخوا په بونیر سیمه کې د خونړیو سیلابونو له امله یوازې په بونیز کې ۸۴ تنه وژل شوي، چې په کې د هغه کورنۍ ۲۱ غړي هم شامل دي، چې د واده مراسم یې درلودل.

د را پورونو له مخې؛ د دغه کورنۍ چې د واده مراسم یې پیل شوي و، د سیلابونو له امله د ۲۱ تنو وژل شویو ترڅنګ د کورنۍ ګڼ شمېر غړي اوس هم لادرکه دي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې په ټوله پښتونخوا کې ۳۲۸ تنه د سیلابونو، غر ښویدنې او د اورښتونو له امله په نورو پېښو کې وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د صوبايي ناورينو د مدیریت ادارې (پي ډي ايم اې) په پښتونخوا کې د بارانونو او سیلابونو له امله د مرګ ژوبلې ترڅنګ د اوښتو مالي زیانونو په اړه را پور ورکړی.

د پي ډي ايم اې رپورټ له مخې، د بارانونو او سیلابونو له امله ۳۱۴ کسان وژل شوي او ۱۵۶ ټپیان دي، چينې د وژل شوو کسانو کې ۲۶۴ نارينه، ۲۹ ښځې او ۲۱ ماشومان او د ټپيانو کې ۱۲۳ نارينه، ۲۳ ښځې او ۱۰ ماشومان شامل دي.

رپورټ کې ويل شوي چې د بارانونو له امله ۱۵۹ کورونو څخه ۹۷ کورونو ته جزوي زيان او ۶۲ کورونه بشپړ تخریب شوي دي.

رپورټ وايي چې د اګست ۱۷مې څخه تر ۱۹مې پورې د سختو بارانونو امکان دی، او دا باراني لړۍ د اګست ۲۱مې پورې دوام مومي.