
کابل ټیلیګراف ۲۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
په هندوستان کې د جمهوریت وروستی سفیر فرید ماموندزی د طالبانو د اړیکو کمېسیون سره د همغږۍ وروسته کابل ته راستون شو.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت لپاره د طالبانو ټاکل شو وزیر مولوي عبدالکبیر فرید ماموندزي سره د خپل کار دفتر کې لیدلي او هغه ته یې داډ ورکړی، چې د دې ډلې د عمومي بخښنې وروسته هیڅوک له چا څخه د پخوانیو مسؤلیتونو پوښتنه نشي کولی.
د دغه ډلې په اعلامیه کې د فرید مامومندزي له قوله لیکل شوي، چې د طالبانو له همکارۍ، امنیت او نورو مثبتو بدلونونو څخه خوښ دي.
فرید ماموندزي شاوخوا دوه کاله وړاندې په هند کې د افغانستان د سفیر له دندې استعفا وکړه او په لندن کې مېشت شو.