افغانستانخبرونه

د ازبیکستان د انرژۍ وزیر او ددغه هېواد ځانګړی استازی کابل ته راغلل

کابل ټیلیګراف ۲۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د ازبیکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میرزا محمدوف او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی عصمت الله ایرګاشیف پلازمېنې کابل ته راغلل.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې د دغه سفر موخه د ازبیکستان څخه یاد راغلي استازي او د افغانستان برېښنا شرکت تر منځ د څلورو لویو پروژو تړونونه لاسلیکول دي.

دغه اداره هیله لري چې د دغو هوکړه لیکونو په لاسلیک سره به د برېښنا پراختیا او وېش برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي..