افغانستانخبرونه

د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د برېښنا پروژو څلور تړونونه لاسلیک شول

کابل ټیلیګراف – ۲۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

 د افغانستان او د اوزبیکستان ترمنځ د ۲۴۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا لېږد او وېش څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول.

دغه تړونونه د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د اوزبیکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میرزا محمدوف او نورو چارواکو په حضور کې لاسلیک شول.

په دغو تړونونو کې د ۲۱۰ کیلو مټرو په اوږدوالي د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي غځولو سربېره د الوان دښتې او ارغندي سبسټېشنونو د ظرفیت لوړول او له ارغندي سبسټېشن څخه ننګرهار ته د ۲۲۰ کیلو ولټ مزی غځول او هلته ورته د شیخ مصري سبسټېشن جوړول شامل دي.