افغانستانخبرونه

قطر کې د طالبانو سفير د دغه هېواد د سرې میاشتې مشر سره ولیدل

کابل ټیلیګراف – ۲۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

په قطر کې د طالبانو سفارت وايي چې دغلته د طالبانو سفیر محمد سهیل شاهین د قطر هېواد د سرې میاشتې له رییس فیصل محمد العمادي سره لیدلي دي.

په دغه لیدنه کې له افغانستان سره د قطر د سرې میاشتې ټولنې د مرستو، افغانستان ته د زړه ناروغۍ ماشومانو د عملیاتونو لپاره د قطري ډاکټرانو لېږلو، په قطر کې د ماشومانو د زړه ناروغۍ برخه کې د افغان ډاکټرانو روزنې او په کابل کې د ماشومانو د زړه ناروغۍ د درملنې د روغتون د جوړېدو په تړاو خبرې شوې دي

د قطر د سرې میاشتې ريیس په يادو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او له دواړو لوریو دوه کسان وټاکل شول چې دغو مرستو ته زمینه برابره کړي.