
کابل ټيلیګراف – ۲۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان اندېښنه ښودلې چې په را روان ژمي او د هوا په سړېدو سره به په افغانستان کې میلیونونه وګړي د خوړو له کمښت سره مخ شي.
دا سازمان وايي چې یوازینۍ لاره دغو خلکو ته د خوراکي توکو د مرستو برابرول دي.
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال سازمان مسوول جان ایلیف رسنيو ته ويلي، وچکالۍ دوام، د نړیوالو مرستو کمښت او له ګاونډيو هېوادونو څخه د سلګونه زره افغان کډوالو جبري ستنېدنه په افغانستان کې د خوړو او خوراکي توکو د کمښت اصلي لاملونه دي.
دی وايي، همدا اوس په افغانستان کې ۱۵ ميليونه خلک د خوړو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
دی زیاتوي چې د راتلونکو شپږو میاشتو لباره ۵۳۹ ميليون ډالرو مرستې ته اړتیا ده خو تر اوسه ۱۵۵ ميليون ډالر مرسته راټوله شوې ده.










