افغانستانخبرونه

د بښنې نړیوال سازمان: د طالبانو محاکمې د عدالتي معیارونو خلاف دي

کابل ټيلیګراف – ۲۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

 د بښنې نړیوال سازمان په خپل يو تازه راپور کې ويلي چې د طالبانو د حکومت قضايي جوړښت د عدالت او ثبات پر بنسټ نه دی او په ډېر ګمان سره په افغانستان کې محاکمې د بندو دروازو شاته او خپلسري توګه ترسره کېږي.

د یاد سازمان دا راپور چې پرون خپور شوی د افغان حقوق پوهانو د معلوماتو پر بنسټ لیکلي چې د طالبانو تر واک لاندې محاکمو کې تر ډېره پرېکړې د شخصي تعصباتو له مخې کېږي او په بدني مجازاتو لکه دُرو وهلو کې دا موضوع له ورایه معلومېږي.

يو افغان قاضي چې اوس په بهر کې دی، دغه سازمان ته ويلي چې طالبان د محاکمو په پرېکړو کې نه د افغانستان تېر اساسي قانون ته پاملرنه کوي او نه هم د محکمو نړیوال اصول په نظر کې نيسي.

هغه ويلي پر دې سربېره طالبانو مجرمینو او متهمینو ته د مدافع وکیل نیولو صلاحیت هم نه ورکوي.

د بښنې نړیوال سازمان په دغه راپور کې د طالبانو له حکومت څخه د دا ډول صحرايي محاکمو د مخنيوي غوښتنه کړې او دا يې د بشر حقونو څخه ښکاره سرغړونه ګڼلې ده.