خبرونهنړۍ

د نیویارک په یوه کلب کې د ډزو له امله ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټيلیګراف – ۲۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا په نیویارک ښار کې د نامعلومو کسانو د ډزو له امله ۳ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي. 

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د ډزو پېښه د بروکلین کاؤنټي په یوه کلب کې رامنځته شوې ده. 

امریکايي رسنیو د عیني شاهدانو په حواله ویلي، حملې کونکو په ناڅاپي ډول د کلب په ګډونوالو ډزې پیل کړې، چې ۳ تنه یې ووژل او اته نور تپیان شول.

حملې کونکي د ډزو وروسته تښتېدلي، چې د نیولو لپاره یې عملیات روان دي.