خبرونهنړۍ

د اسرائیلو د پوځ مشر د غزې ښار د نیولو پلان تصویب کړ

کابل ټيلیګراف – ۲۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د راپورونو له مخې؛ د اسرائیلو د پوځ مشر ایال ضمیر، د غزې ښار د نیولو پلان تصویب کړ، چې راتلونکې اونۍ به یې د دغه هېواد دفاع وزیر هم منظور کړي.

د راپورونو له مخې؛ په دغه پلان کې دوه اونیو کې له غزې د فلسطیني وګړو جبري ویستل شامل دي او له هغې وروسته به په تدریجي ډول د غزې د نیولو پوځي عملیات پیل شي.

په ورته وخت کې د اسرائیلي پوځ د ډزو له امله د مرستو په تمه ۳۸ فلسطینیان شهیدان شوي، چې په دې سره د تیرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۵۷ تنو ته ورسید.

د فلسطین د روغتیا وزارت په وینا، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لوږې او قحطۍ له امله ۱۱ نور فلسطینیانو هم ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د خوراکي پروګرام ادارې ویلي، په غزه کې ۵ سوه زره کسان د قحطۍ ښکار دي، او یوازې سمدستي اوربند کولی شي دا وضعیت ښه کړي.