افغانستانخبرونه

طالبان: د هیواد د اړتیا وړ ۶۰ سلنه اوړه په کور دننه تولیدیږي

کابل ټیلیګراف – ۲۷ زمری ۱۴۰۴ لمریزی کال

د طالبانو ریاست الوزرا اقتصادي معاونيت په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې اوس‌مهال د افغانستان د اړتيا وړ ۶۰ سلنه اوړه د هېواد په داخل کې توليديږي.

د خبرپاڼې له مخې، افغانستان په کلني ډول ۶ ميليون ټنه اوړو ته اړتيا لري، چې له دې جملې ۳.۵ ميليون ټنه تولیدوي.

دغه راز په هېواد کې د ۱۵۰ ميليون ډالرو په ارزښت د اوړو ۲۰۰ توليدي کارخونې فعالیت کوي، چې ۲ زره او ۵۰۰ کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.