
کابل ټيلیګراف – ۲۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
ځینې پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د اسلاماباد، بېجینګ او افغان طالبانو ترمنځ درېاړخیزه غونډه سبا په کابل کې جوړېږي.
د پاکستاني رسنیو په حواله، دغه غونډه به د امنیتي او اقتصادي موضوعاتو پر محور متمرکزه وي.
په دې غونډه کې به د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار ګډون ولري.
د راپورونو له مخې، دغه غونډه به یوه ورځنۍ وي.
په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه د دې غونډې له مهمو موضوعاتو بلل شوي دي.
دغه راز ټاکل شوې چې په دې غونډه کې هغه هوکړې هم و ارزول شي چې تر دې وړاندې د چین، پاکستان او افغان طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ په بیجینګ کې شوې وې.
پاکستاني رسنیو دغه راز ویلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر به له دې غونډې وروسته، د چهارشنبې پر ماښام اسلاماباد ته سفر وکړي.
تر اوسه د افغان طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.