
کابل ټيلیګراف – ۲۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
افغانستان ۱۰۶ کاله پخوا په همدې ورځ له انګریزانو خپلواکي ترلاسه کړه
د ۱۲۹۸ لمریز کال (د زمري په ۲۸مه نېټه) د افغانستان پاچا امان الله خان له انګریزانو څخه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه او په دې ډول هغه ته د ملت لهخوا د «غازي» لقب ورکړل شو. له هماغې ورځې راهیسې هرکال په افغانستان کې (د زمري ۲۸مه نېټه) په پرتمین جشن نمانځل کېږي.
په ۱۹مې پېړۍ کې افغانستان په کورنیو چارو کې خپلواک وو؛ خو د بهرني سیاست په برخه کې د انګریزانو تابع وو. کله چې غازي امان الله خان د ۱۲۹۸ لمریز کال (د زمري په ۲۸مه) نېټه د افغانستان خپلواکي اعلان کړه او خپلواکۍ لپاره له انګریزانو سره تر جګړې وروسته؛ انګرېزانو افغانستان د یوه خپلواک دولت په توګه په رسميت وپېژانده.
که څه هم د غازي امان الله خان د پلار امیر حبیب الله خان په وخت کې هم افغانستان په کورنیو چارو کې خپلواک وو؛ خو د بهرني سیاست په برخه کې د انګریزانو تابع وو.
د غازي امان الله خان تر حکومت وروسته ډېرو ډلو د خپل واک ترلاسه کولو ورځ د جشن په نوم نمانځلې؛ خو دې ورځې خپل ارزښت ساتلی او ډېرو حکومتونو د ملي خپلواکۍ او ملي جشن په نوم یاده کړې او نمانځلې ده.
طالبانو هم نن ورځ د خپلواکۍ په مناسبت رخصتي اعلان کړې ده.