خبرونهنړۍ

د ټرمپ وروستۍ پالیسۍ له امله امریکا ته د ۶ زره محصلینو ویزې لغوه شوې

کابل ټيلیګراف – ۲۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، د قوانینو څخه د سرغړونې او وخت تېریدو له امله یې دغه هېواد ته د ۶ زره محصلینو د ورتګ ویزې لغوه کړي دي.

د دغه وزارت یو چارواکي د ۶ زرو محصلینو د ویزو د لغوه کیدو په تائید سره ویلي، اکثره ویزې د قوانینو د سرغړونو او د وخت د تیریدو له امله لغوه شوې دي، په داسې حال کې چې د ځینو محصلینو ویزې د تروریزم د ملاتړ له امله هم لغوه شوې دي.

د چارواکي په وینا، شاوخوا ۴ زره ویزې د قوانینو څخه د سرغړونو له امله لغوه شوي او له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ ویزو د تروریزم له امله لغوه شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي: دوی د سلګونو یا شاید زرګونو هغه کسانو ویزې لغوه کړې دي، چې پکې محصلین هم شامل دي، ځکه چې دوی داسې فعالیتونو کې ښکېل وو چې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ له لومړیتوبونو سره په ټکر کې وو.