افغانستانخبرونه

ننګرهار کې ناڅرګنده کسانو د یوې کورنۍ ۶ غړي وژلي

کابل ټيلیګراف – ۲۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د ننګرهار سره رود ولسوالۍ په سلطانپور سیمه کې ناڅرګنده کسانو تېره شپه د یوې میرمنې او ۴ ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۶ غړي وژلي دي.

یوې سرچینې کابل ټیلګراف ته وویل: دغه کورنۍ د اسفندیار په نوم د جمهوریت پر مهال د پولیسو د ځآنګړې قطعې د یوه سرتیري اړوند ده، چې هغه دا مهال په جرمني کې ژوند کوي.

سرچینې زیاته کړه، په وژل شویو کې د درې نجونو په ګډون ۴ ماشومان دي، چې عمرونه یې د ۳  او ۹ کالونو ترمنځ دي، دغه راز د دې ماشومانو مور او نیکه هم وژل شوي دي.

طالبانو د دې پېښې په اړه جزیان ندي ورکړي.