
کابل ټيلیګراف – ۲۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ وايي، هند د اوکراین د جګړې پر مهال د روسي تیلو په پېرلو کې د پام وړ زیاتوالی راوستی او ګټه ترې اخلي، چې دا چاره ورته د منلو نه ده.
نوموړي رسنیو سره په مرکه کې ویلي چې اوس روسي تیل د هند د ټولو پېرل شویو تیلو ۴۲ سلنه جوړوي، چې د جګړې له پیل مخکې له یو سلنې څخه هم دا کچه کمه وه.
سکاټ بیسنټ وویل، هند یوازې ګټه اخلي، هند ارزان روسي تیل پېري او بیا یې د محصول په توګه بېرته پلوري.
هغه زیاته کړه چې چین له اوږدې مودې راهیسې د روسي تیلو پېرونکی دی، خو دې هېواد د هند په څېر په داسې “آربټریج” کې برخه نه ده اخیستې.