عجایب

چین کې د ۱۵ کلنې نجلۍ له معدې څخه ۲ کیلوپه وزن وېښتان راویستل شوي

کابل ټيلیګراف – ۲۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

په چین کې ډاکټرانو د یوې ۱۵ کلنې نجلۍ له معدې څخه ۲ کیلو وزن لرونکي ویښتانو ګوټه (هېر بال) ایستلې، چې نوموړې له شپږو کلونو راهیسې د خپلو ویښتانو خوړلو عادت له امله تیر کړي وو.

د چین د هینان ولایت  اړوند د ني ني په نوم نجلۍ د معدې د سخت درد له امله روغتون ته وړل شوېو چې د معاینې پر مهال معلومه شوه چې د هغې په معده کې د ویښتانو او خوړو د ذرو څخه جوړه یوې لویې ګوټې نږدې ټوله معده نیولې وه. 

ډاکټرانو د عملیاتو وروسته له معدې څخه ۲ کیلو وزن لرونکي ویښتانو ګوټه ایستلې، خو د جراحي پر مهال وښودل شوه، چې د هغې معده دوه چنده غټه شوې ده.

پنځه ورځې وروسته ني ني بېرته خواړه پیل کړل او د معاینې پر مهال ویل شوي چې هغه په بشپړه توګه روغه شوې ده.

دا ناروغي “ټریکوفاژیا” بلل کېږي، چې پکې ناروغ غیر غذايي توکي لکه ویښتان یا شیشې وغیره خوري. 

ډاکټرانو والدینو ته خبرداری ورکړی چې که ماشومان له یوې میاشتې زیات غیر غذايي توکي خوړلو عادت پرې نږدي، نو سمدستي طبي معاینه وکړي.